په خوست کې د نمونوي لیسې تاسیسات ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د یوې نمونوي لیسې ودانۍ نن پنجشنبه د سلواغې ۲۳مه د خوست په ولایت کې د پوهنې وزارت سرپرستې میرمن رنګینې حمیدي، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ښاغلې مجیب الرحمن کریمی، د خوست ولایت د پوهنې رییس ښاغلي نصیر احمد روشان، تورن جنرال مهمند کټوازی،د خوست والي ، آمرانو مدیرانو او د یاد ولایت د پوهنې ریاست د کارمندانو په ګډون سره پرانستل شوه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د پوهنې وزارت سرپرستې اغلې رنګینې حمیدي وویل چې نن دخوست نومونوي لیسه چې د هېواد په کچه لومړنۍ نمونوي لیسه ده، د افغانستان دولت له انکشافي بودیجې څخه پرې ۲۱۵ ملیونه افغانۍ لګښت شوی، چې په اتو جریبو کې د ۵ بلاکونو، لیلیې ودانۍ، جومات، د لوبو میدانونو، دوه ژورو څاه ګانو،۵۴۰ متره چهاردیوالۍ دیوال او نور اړین وسایل لري، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
آغلې حميدي د دغه ولايت د سوداګرو او خلکو نه د پوهنې په برخه کې د ۲۸۴ جريبه ځمکې د مرستې له امله مننه وکړه او ويې ويل: معارف د ټولنې بشري او راتلونکي جوړونکې اداره ده او موږ اړتیا لرو چې د اسانتیاوو په برابرولو او د هیواد ماشومانو لپاره د کیفیت لرونکي ښوونې او روزنې په وړاندې کولو کې په ګډه کار وکړو.
آغلې حميدي زیاته کړه: د پوهنې وزارت مسوولیت لري ترڅو ماشومانو او ځوانانو ته د روزنې په برخه کې د ورځې د معیارونو سره سم خدمات وړاندې کري، آغلې حمیدي پر ښوونکو هم غږ وکړ چې د افغانستان ماشومانو د تعلیم په برخه کې جدي کار وکړي.