په دایکنډي ولایت کې څه د پاسه ۴ مېلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ جوړېږي

د دایکنډي ولایت شهرستان ولسوالۍ د لرگر سفید پشته ښوونځي نوې ودانۍ د ۴ مېلیونه افغانیو په لګښت د ځایي خلکو په مالي ملاتړ جوړېږي.
یاده تعلیمي ودانۍ د ۹ خونو لرلو سره پلان شوې، چې ۶ درسي ټولګي، ۲ ذخیره خونې او ۱ اداري خونه پکې شامله ده او په اساسي ډول سره به ورغول شي.
باید وویل شي چې د همدغو خونې له جملې څخه ۲ بابه یې د آغا خان بنسټ لخوا جوړېږي.
د پوهنې وزارت مشرتابه د دې پروژې له مالي تمویلوونکو څخه مننه او هرکلی کوي.