په سرپل ولایت کې یو باب مدرسه او یو محراب جومات پرانیستل شول

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۶ - ۱۱:۸
fds

د سرپل ولایت د اصحاب صفه جومات او یو باب دیني مدرسه، د یاد ولایت د مقام مرستیال الحاج داملا محمدنادر حقجو، د پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني، منسوبینو، علماء کرامو او استادانو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د سرپل ولايت پوهنې مسئولينو د څرګندونو له مخې: ياد جومات په دوو پوړونوکې جوړ شوى دى، چې په يو وخت کې د ٥٠٠ تنو لمونځ کوونکو د ځايولو ظرفیت لري او دغه راز د مدرسې ودانۍ په دوو پوړونوکې د اړینو ملحقاتو ترڅنګ چې ١٥ خونې هم لري، د یتیمو ماشومانو او د شهیدانو د وارثینو د زده کړې په موخه جوړه شوې.

د یادونې وړ ده، په دواړو ودانیو ټول ټال ۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې د دغه ولایت د خلکو او مسئولینو له خوا ورکړل شوی دی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۳۲
Background image

د لوګر ولایت د ۲۸۸ بابه ښوونځیو لپاره د درسي کتابونو وېش لړۍ پیل شوه

د لوګر ولایت پوهنې ریاست پورې اړوندو ۲۸۸ بابه ښوونځیو لپاره د ۳۱ مېلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت، د ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره د کتابونو او درسي موادو وېش پروسه پیل شوه.

یاد کتابونه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۳۰
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو "اوونیز راپور"

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم مولوي جمعه خان "سروري" په لارښوونه، تېره اوونۍ د یاد ریاست یو څارنیز ټیم، د کابل ښار پنځمې تعلیمي ناحيې اړوند ۵بابه رسمي او خصوصي ښوونځیو له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۲۳
Background image

د کابل ښار اړوندو ښوونځيو د بدني زده‌کړې روزونکو لپاره سیمینار پای ته ورسېد

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست، د کابل ښار د بدني روزنې ښوونکو د سپورټي وړتیاوو لوړولو په موخه، د ښوونځیو ۳۰ تنو ښوونکو لپاره د والیبال او فوټسال برخو کې یو روزنیز سیمینار. . .

BACK TO NEWS