په غزني ولایت کې د دیني مدارسو د جوړولو لپاره ځمکه وقف شوه

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند د اصغرخېلو او چهارقلعه کلیو اوسېدونکو شاخوا ۲ اعشاريه ۵ جرېبه شخصي ځمکه، د ابوهریره (رضی الله عنه) او رحمیه ديني مدارسو جوړولو لپاره د ياد ولايت پوهنې رياست ته وقف کړه.
د سیمې خلکو په خپلو خبرو کې د پوهنيز نظام څخه د خپل ملاتړ د ټینګار ترڅنګ، د غزني پوهنې ریاست له مسئولینو وغوښتل، تر څو د يادو مدارسو په رغونه کې همکاري وکړي.
د پوهنې وزارت مشرتابه د بااحساسه هېوادوالو له دوامداره مرستو څخه مننه او قدرداني وکړه.
د يادونې وړ ده، چې تر اوسه يادو مدارسو ودانۍ نه درلوده او زده کوونکي يې په غير معياري درسي چاپېريال کې زده کړې کولې.