په غزني ولایت کې د شمس العلوم دیني مدرسه پرانیستل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۱۴:۱۳
hgfd

د غزني ولایت د پوهنې ریاست رهبرۍ، د یاد ولایت مقر ولسوالي اړوند په خدا نظر کلي کې د شمس العلوم مدرسه تاسیس او د زده کوونکو پرمخ یې د دیني علومو د زده کړې په موخه پرانیستله.

ياده مدرسه په يو نيم جرېب ځمکه کې د همدغه ولسوالۍ د خلکو په مالي مرسته د يو مېليون او ٥٠٠ زره افغانيو په لګښت جوړه شوې، چې ۵ درسي ټولګي، يوه اداري خونه او نور اړین ملحقات لري.

د پوهنې وزارت مشرتابه د غزني ولایت مقر ولسوالي اړوند د خدای نظر کلي اوسېدونکو په مرسته خوښي څرګنده کړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۲ - ۱۵:۲۵
Background image

د پوهنې وزارت مالي او حسابداري رئیس تخار ولایت ته ولاړ

د پوهنې وزارت مالي او حسابداري رئیس مولوي صدر الدین «سعد» د پوهنې اړوندو مالي، اداري او ساختماني چارو څېړلو په موخه، تخار ولایت ته ورسېد. نوموړي د تخار له پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۲ - ۱۳:۵۶
Background image

د پوهنې وزارت د استخدام رئیس بغلان ولایت ته رسمي سفر وکړ

پوهنې وزارت د استخدام رئیس مولوي محمد صادق «صدیقي» بغلان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت د ښوونځیو اداري، تدريسي او ښوونیز چاپېریال له نیږدې څخه وارزاوه. همدارنګه نوموړي. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۲ - ۱۰:۴۴
Background image

د پوهنې وزارت د سرپرست په مشرۍ لوړ پوړی پلاوی بادغیس ولایت ته ولاړ

د افغانستان.ا.ا. د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا چې د هېواد د یو شمېر ولایتونو د پوهنیز وضعیت په کتنه بوخت دی، د یادو سفرونو په ترڅ کې بادغیس ولایت ته ورسېد. په پیل کې. . .

BACK TO NEWS