په غزني ولایت کې د یوې دیني دمدرسې ودانۍ پرانیستل شوه

د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د عبدالله بن عمر «رضی الله عنه» دیني مدرسې نوې ودانۍ د یو مېلیون افغانیو په لګښت د ځایي خلکو په مالي مرسته جوړه او د یاد ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده مدرسه چې درسي خونې او د اوبو رسولو یوه شبکه لري، په یو پوړ کې د قرهباغ ولسوالۍ په فتح خان کلي کې جوړه شوې ده.
د ویلو ده چې د مدرسې د دغې نوې ودانۍ په بشپړېدو سره لسګونو طلابو لپاره مناسب تعلیمي چاپېریال برابر شوی دی.
د پوهنې وزارت مشرتابه له ښوونیز نظام سره د هېوادوالو، په ځانګړې توګه د غزني ولایت علم پروره خلکو له مرستې هرکلی او ستاینه کوي.