په ننګرهار ولایت کې د یو باب ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۹ - ۱۲:۴۴
sdfg
د ننګرهار ولايت پوهنې رئيس مولوي عزيزالله مصطفى په داسې حال کې چې د پوهنې پر مسئولينو سربېره د سيمې يو شمېر علماوو او قومي مخورو هم حضور درلود، د یاد ولایت په لعل پورې ولسوالۍ کې د امام ابوحنيفه (رحمه الله) د ديني مدرسې بنسټ ډبره کېښودله.
د یادې مدرسې د جوړېدو لپاره ۱۷۰ زره ډالره ځانګړي شوي، چې په پام کې ده، د همدغې ولسوالۍ د يو تن علم پروره شخص له لوري ورکړل شي.
د پوهنې رئیس په لرو پرتو او محرومو سیمو کې د ښوونیزو بنسټونو پر پراختیا ټینګار وکړ او نورو ویناوالو په ټولنه کې د پوهنې پر اهمیت د خبرو پرمهال ژمنه وکړه، چې خپل اولادونه به د زده کړو په موخه مدارسو او ښوونځیو ته واستوي.
د پوهنې وزارت رهبري د هېواد له پوهنیز نظام سره د افغان ولس، په ځانګړې توګه د لعلپورې ولسوالۍ د عامو خلکو د ملاتړ له امله مننه کوي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۲:۴۰
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا

پوهنې وزارت، پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۴ مالي کال د خدماتو ریاست لپاره ۱۴۰ قلمه وسایلو او تجهیزاتو تهیه کولو او پېرودلو پروژې لپاره د داوطلبۍ په پروسه کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا

پوهنې وزارت، پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۴ مالي کال د نتایجو او شهادتنامو ریاست د ښوونیزو پایلو آرشیف کولو لپاره د ۲۰۰ پایو فلزي الماریو تهیه کولو او پېرودلو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۱:۵۹
Background image

فاریاب ولایت کې د ۱۶ مېلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت، د یو باب ښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه

د فاریاب ولایت دولت آباد ولسوالۍ اړوند د جوق‌ها لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د جوړولو پروژه یې څه موده وړاندې د یوې همکارې ادارې په ملاتړ، د ۱۶.۸ مېلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې وه،. . .

BACK TO NEWS