په ننګرهار ولایت کې د یو باب ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۱۴:۵۵
ijuyg
د پوهنې وزارت د استخدام رئیس مولوي محمد صادق، د ننګرهار ولایت پوهنې رئیس مولوي عزیزالله مصطفی او مسئولینو په داسې حال کې چې د یاد ولایت د بهسودو ولسوالۍ ګڼ شمېر علماء کرامو او د خلکو استازو ګډون کړی و، په همدغه ولسوالۍ کې د سمیع الله ریحان ښوونځی بیاځلې پرانیست.
دغه ښوونځی شپږ درسي ټولګي او نور اړین ملحقات لري.
د ياد ولايت پوهنې رئيس ژمنه وکړه، د دغه ولايت ټول هغه ښوونځي چې ترميم ته اړتيا لري، د پوهنې وزارت له بوديجې، د همکارو بنسټونو په مالي ملاتړ او يا هم د خلکو په مرسته رغول کېږي.
د سيمې خلکو د ياد ښوونځي بيارغونې په برخه کې د پوهنې وزارت له پاملرنې ستاينه وکړه.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۲:۴۰
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا

پوهنې وزارت، پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۴ مالي کال د خدماتو ریاست لپاره ۱۴۰ قلمه وسایلو او تجهیزاتو تهیه کولو او پېرودلو پروژې لپاره د داوطلبۍ په پروسه کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا

پوهنې وزارت، پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۴ مالي کال د نتایجو او شهادتنامو ریاست د ښوونیزو پایلو آرشیف کولو لپاره د ۲۰۰ پایو فلزي الماریو تهیه کولو او پېرودلو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۱:۵۹
Background image

فاریاب ولایت کې د ۱۶ مېلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت، د یو باب ښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه

د فاریاب ولایت دولت آباد ولسوالۍ اړوند د جوق‌ها لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د جوړولو پروژه یې څه موده وړاندې د یوې همکارې ادارې په ملاتړ، د ۱۶.۸ مېلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې وه،. . .

BACK TO NEWS