په کابل ښار کې د ښوونځیو د بدني روزنې ښوونکو لپاره ښوونیز سیمینار پای ته ورسېد

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست، د کابل ښار اړوند ښوونځیو د بدني روزنې د ښوونکو د سپورټي وړتیاوو لوړولو په موخه، د سپورټي او بدني روزنې ۳۵ تنو ښوونکو ته، د هېڼډبال او باسکټبال لوبو په برخه کې روزنیز سیمینار جوړ کړ، چې له څلور ورځو وروسته نن پای ته ورسېد.
د ياد سيمينار په پاى کې د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رياست د سپورټي څانګو رئیسانو، د کابل ښار ښوونځيو سپورټي روزونکو او د سپورټ يو شمېر نورو مينه والو هم ګډون کړى وو.
د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رئيس مولوي محمد رحيم ايوب په مرکز او ولايتونو کې د ښوونځيو له سپورټي پروګرامونو د ملاتړ د اعلانولو ترڅنګ وويل، چې د یاد روزنيز سيمينار له جوړېدو څخه يې اساسي موخه، د بدني روزنې ښوونکو ته د نویو سپورټي قواعدو او مهارتونو ورښودل دي، تر څو هغوی وکولای شي، خپل زده کړي مهارتونه د ښوونځیو د سپورټي ټېمونو اړوندو زده کونکو سره شریک کړي.
د کابل ښار ښوونځيو سپورټي ښوونکو د خپلو وړاندیزونو او ستونزو د وړاندې کولو تر څنګ، د دغه ډول پروګرامونو د ترسره کېدو هرکلی وکړ او دا یې د سپورټي اصولو په اړه د زده کوونکو او ځوانانو د پوهاوي د کچې په لوړولو کې اغېزمن وبلل.
د مراسمو په پای کې د مسئولینو له خوا په ګډون والو تصدیق پاڼې او سپورتي ډالۍ لکه: جمپرونه، کرمچ بوټونه او سپورټي بکسونه ووېشل شول.