په کندوز ولایت کې د "استاد عبدالله" منځني ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱ - ۰:۰
تالبا

د کندوز ولایت مرکز اړوند «د استاد عبدالله منځني ښوونځي» نوې ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، چې پکې د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي حزب الله مبشر، استادانو او یو شمېر قومي مخورو ګډون درلود، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د ښوونځي د دغې نوې ودانۍ په جوړولو ۱۶ مېليونه او ۵۰۰ زره افغانۍ لګښت راغلی، چې د پوهنې د یو ملاتړ بنسټ لخوا ورکړل شوي دي.

یاد ښوونځی ۸ درسي ټولګي، دوه اداري خونې له ټولو اړینو آسانتیاوو سره لري.

د کندوز پوهنې رئيس په خپلو خبرو کې له خلکو وغوښتل، تر څو خپل ماشومان مدارسو او ښوونځيو ته واستوي او زده کوونکو ته يې سپارښتنه وکړه، چې د ښوونځي د وسايلو ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۲:۴۰
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا

پوهنې وزارت، پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۴ مالي کال د خدماتو ریاست لپاره ۱۴۰ قلمه وسایلو او تجهیزاتو تهیه کولو او پېرودلو پروژې لپاره د داوطلبۍ په پروسه کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا

پوهنې وزارت، پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۴ مالي کال د نتایجو او شهادتنامو ریاست د ښوونیزو پایلو آرشیف کولو لپاره د ۲۰۰ پایو فلزي الماریو تهیه کولو او پېرودلو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۱:۵۹
Background image

فاریاب ولایت کې د ۱۶ مېلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت، د یو باب ښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه

د فاریاب ولایت دولت آباد ولسوالۍ اړوند د جوق‌ها لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د جوړولو پروژه یې څه موده وړاندې د یوې همکارې ادارې په ملاتړ، د ۱۶.۸ مېلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې وه،. . .

BACK TO NEWS