پوهنې وزیر ډاکتر بلخي د بورسونو نوماندانو د شهادتنامو چارو ته د رسیدو څيړلو په موخه په ناڅاپي ډول د کابل ښار پوهنې ریاست څخه لیدنه وکړه.

پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمد میرویس بلخي په ناڅاپي ډول د مراجعینو چارو په ځانګړي ډول د بورسونو نوماندانو د شهادتنامو چارو څیړلو په موخه د کابل ښار پوهنې ریاست څخه لیدنه وکړه.
پوهنې وزیر د دې ناڅاپي لیدنې په ترڅ کې د کابل ښار پوهنې ریاست د مراجعینو په مینځ کې ګډون وکړ او د کاري میکانیزم د پياوړتیا په موخه یې د مراجعینو چارو د چټکتیا او د یاد ریاست د کارکوونکو د کړنو څرنګوالي څخه ځان خبر کړ او د ورستیو لیدنو په پرتله یې د راغلو اصلاحاتو څیړنه وکړه.
ډاکتر بلخي له خلکو سره ولیدل او د هغوي د ستونزو څخه یې ځان خبر کړ.
همدارنګه پوهنې وزیر د بورسونو لوی شمیر نوماندانو ته په پاملرنې د مراجعینو په مینځ کې د شهادتنامو او ښوونیزو اسنادو اخیستلو کاري پروسې چټکتیا او د هغوی چاروته ته د غوره رسیدنې په موخه د کابل ښار پوهنې ریاست مختلفو برخو کارکوونکو ته لازمي لارښوونې ورکړې.
پوهنې وزیر همدارنګه په دې لیدنه کې د یاد ریاست له مختلفو برخو لکه تدریسي معاونیت، د نظارت ، شهادتنامو برخي، د مراجعینو لارښوونې او ځوابوینې، معلوماتي ټکنالوژي او اداري برخو څخه لیدنه وکړ.
د یادونې وړ ده چې د پوهنې وزارت مشرتابه د یاد وزارت له مختلفو برخو څخه د اصلاحاتو راوړلو، د مدیریت ښه والي او پیاوړتیا، د شفافه او ځواب ویونکي سیسټم پیاوړتیا په موخه لیدنې ترسره کوي.