پکتیکا ولایت کې د ښوونکو ښارګوټی پرانیستل شو

د پوهنې وزارت_پکتیکا: د پکتیکا په مرکز شرنه کې د ښوونکو ښارګوټی د یو لړ مراسمو په ترڅ کې رسماً پرانېستل شو.
یاد ښارګوټی د ۵۰۰ جریبه ځمکي په ساحه کې چې د استوګنې شاوخوا ۱۰۰۴ نومرې لري، چې د پکتیکا ښوونکو ته به په کې د کورونو د جوړه ولو لپاره ورکړل شي .
د پکتیکا د پوهنې رییس انجینر محراب الدین شفق په وینا، چې دغه ښارګوټی د مرکز شرنه د پوهنتون تر ځنګ موقعیت لري او شاوخوا ۵۰۰ جریبه دولتي ځمکه ورته ځانګړې شوې ده. دوی ډاډ ورکوي، چې په ښارګوټي کې ښوونکو ته د نومرو د وېش لړۍ شفافه ده او ټولو مستحقو ښوونکو ته به د ټاکل شوي کمېسیون له خوا د کورونو نومرې ووېشل شي.
د یاد ښارګوټي د پرانېستې په تړاو جوړو شویو مراسمو کې د پکتیکا والي ډاکټرمجیب الرحمن څمکني په ګډون پوهنې ریاست رئیس انجنیر محراب الدین شفق او کاري ټیم، څارنوالۍ رئیس صاحب، ولایتي شورا وکیل صاحبان، قومي مشران، رسنیو استازي، امنیتي مسئولینو او ښوونکوګډون درلود .