کندوز کې د کلیوالي ټولګیو ښوونکو ته روزنیز ورکشاپ جوړ شو

media-moe
شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۸ - ۱۳:۲۰
کندوز کې د کلیوالي ټولګیو ښوونکو ته روزنیز ورکشاپ جوړ شو

د پوهنې وزارت_ کندوز: ـ د کندوز ولایت د مرکز اړوند ، خان آباد، علي آباد، او چاردرې ولسوالیو د کلیوالي ټولګیو ۲۱ تنو ښوونکو ته د فعالو زده کړو تګ لارې اړوند د ظرفیت لوړونې ۱۴ ورځنۍ ورکشاپ جوړ شو.
دغه ورکشاپ د سویدن موسسې له لوري جوړ شوی، چې د محلي زده کړو ښوونکو ته به د فعالو زده کړو تګ لارې اړوند د علمي او مسلکي ظرفیت لوړونې،د درسي میتودونو د زده کړې او د نویو ښوونیزو مېتودونو په اړه به ګډ‌ونوالو ته لازم مالومات ورکړل شي.
د کندوز د پوهنې رییس د ورکشاپ د ګډونوالو نه غوشتنه وکړه چې له دې فرصت څخه د سالمې استفادې تر څنګ ددرسي کیفیت ته هم زیاته توجه وشي او هم یې له استادانو غوښتنه وکړه چې په ټاکلي وخت زده کړو ته دوام ورکړي .
نوموړي زیاته کړه، چې د سویدن او نورو همکارو موسسو په مرسته به د یادو روزنیزو ورکشاپونو لړۍ د کندوز ولایت نورو سیمو ته هم وغځوي، چې پرمټ به یې ګڼ شمېر ښوونکي له مسلکي ښوونې او روزنې برخمن شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۹:۳۳
Background image

د ولایتونو له پوهنې ‌ډګره د څو خبرونو لنډیز

 بامیان
د بامیان ولایت ورس ولسوالۍ اوسېدونکو د یادې ولسوالۍ له ښوونځیو سره د ۲۶۹ زره ۸۰۰ افغانیو مرسته وکړه.
د یادې ولسوالۍ د پوهنې چارواکو په وینا، دا مالي مرسته د توکو پېرودلو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۹:۳۳
Background image

د دایکنډي ولایت پوهنې منسوبینو لپاره لارښود سیمینار جوړ شو

د دایکنډي ولایت پوهنې ریاست، د ارزیابۍ اجراآتو لارښود، عملیاتي پلان تشرېح او راپور لیکلو برخه کې د ښوونځيو ۵۰ تنو آمرینو، مدیرانو او علمي غړو لپاره سیمینار ترسره کړ.
د یاد ولایت پوهنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد محترم رئیس جوزجان ولایت ته په رسمي سفر لاړ

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان سروري په مشرۍ پلاوی جوزجان ولایت ته لاړ او هلته یې د پوهنې له رئیس محترم مولوي لعل جان راشد، د ولسوالیو د پوهنې. . .

BACK TO NEWS