All News
د پوهنې وزارت د دارالعلومونو رئیس د پاکستان هيواد بلوچستان صوبه کې د افغان مهاجرينو له تعليمي مراکزو څخه ليدنه وکړه
د پوهنې وزارت د دارالعلومونو رئیس مولوي عبدالقدوس قدوسي د یاد وزارت د مشرتابه په لارښوونه، پاکستان هيواد ته د رسمي يو مياشتني سفر په ترڅ کې د بلوچستان صوبې له ۳۲۶ بابه مدارسو، ۷۶ بابه. . .
له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه
پروان
د پروان ولایت د پوهنې ریاست سکتوري غونډه د دغه ولایت د پوهنې د رئیس مفتي محمد حسن حقاني تر څارنې لاندې د یاد ریاست د مسوولینو، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، ملي تلویزون او. . .
د پوهنې وزارت سرپرست د هېواد د ۱۷ ولايتونو د پوهنې له رئیسانو سره وکتل
په ياده ليدنه کې لومړی د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا د پوهنې ولايتي رئیسانو ته ښه را غلاست ووایه او په تعليمي ډګر کې يې د دوی نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وستایلې.
وروسته د. . .
د بلخ له پوهنې ریاست څخه خبرونه
بلخ
د چهاربولک ولسوالۍ پوهنې آمریت د ښوونځیو له آمرینو او مدیرانو سره په کتنه کې له هغوی وغوښتل، چې د غیر حاضرو زده کوونکو له والدینو سره اړیکه ونیسي او د زده کوونکو د ښې روزنې په برخه. . .
د پوهنې وزارت سرپرست وزیر د نورستان ولایت جهادي مدرسه پرانیستله
د ا.ا.ا د پوهنې وزارت سرپرست وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا د يو لړ مراسمو په ترڅ کې په داسې حال کې چې د یاد ولایت والي، ګڼ شمېر علماوو، جهادي شخصیتونو، ولسي مشرانو، د مدرسې استادانو او. . .
د پوهنې وزارت سرپرست د کونړ ولایت له جهادي مدرسې څخه لیدنه وکړه
د ا.ا.ا د پوهنې وزارت سرپرست وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا په داسې حال کې چې د کورنیو چارو وزارت کفیل الحاج مولوي نورجلال جلالي، د کونړ ولایت والي، رئیسانو، علماوو، جهادي شخصیتونو،. . .
له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه
هلمند
په هلمند ولایت کې د محمد انور خان لېسې مسوولینو څه موده وړاندې د همدې لېسې د زده کوونکو ترمنځ د حسن قرائت سیالي پیل کړې وه، چې له دوو میاشتو څخه وروسته پای ته ورسېده.
په همدې. . .
له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه
بغلان
د بغلان ولایت والي مولوي عبدالرحمن حقاني، د پوهنې رئيس، د علماوو شورا او د جهادي مدرسې مسوول د يوې کاري غونډې په ترڅ کې د دې ولایت د جهادي مدرسې لپاره د یو مناسب ځاى پر ټاکلو. . .
له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه
پنجشیر
د پنجشير پوهنې رئيس مولانا غلام ایشان حماس او ورسره پلاوي په بازارک ولسوالۍ کې د مسعود شهيد ديني مدرسې اداري ستونزې يې وڅېړلې او د دې ولسوالۍ د پوهنې آمریت له کارکوونکو يې. . .
