په لوګر ولایت کې د یو ښوونځي لپاره ځمکه وقف شوه
د لوګر د پوهنې ریاست چارواکو په وینا، د یاد ولایت خروار ولسوالۍ اړوند د بیګم کلي یو تن علم پروره شخص محمد حکیم د دې ولسوالۍ د شهید انوري لومړني ښوونځي لپاره خپله یوه قطعه ځمکه ځانګړې کړه.
د دوی په خبره، د دې ځمکې ارزښت ۱۸۰ زره افغانۍ دی.
د پوهنې وزارت رهبري د لوګر ولایت د دغه معارف دوست شخصیت له مرستو هرکلی کوي.