په نورستان ولایت کې د ۲۹ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۱۲ بابه ښوونځیو بیارغونې چارې پیل شوې

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۱۱:۴۳
hgk

په هغه غونډه کې چې د نورستان ولایت والي الحاج قاري زین العابدین عابد، پوهنې رئیس الحاج مولوي تاج محمد مطمئن، مسؤلینو، د یو شمېر ولایتي ادارو چارواکو، علماوو او قومي مخورو پکې حضور درلود؛ د یاد ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې د ۱۲ بابه ښوونځیو د احاطوي دېوالونو رغولو او ترمیم چارې پیل شوې.

د دغه ولایت پوهنې رئیس مېلمنو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې، د پوهنې ریاست د لاسته راوړنو په اړه لنډ راپور وړاندې کړ.

ورپسې د نورستان والي هم د پوهنې په بهیر کې د ښوونیزو مرکزونو د اهمیت په اړه خبرې وکړې او د پوهنې وزارت د پروګرامونو د پلي کېدلو په برخه کې یې د همکارۍ د دوام ډاډ ورکړ.

په دې کتنه کې يو شمېر علماءکرامو او د خلکو استازو هم په یاد ولايت کې د ښوونيزو بنسټونو د پراختيا په برخه کې د پوهنې وزارت د رهبرۍ د پاملرنې يادونه وکړه او د پوهنې له رياست سره يې د هراړخیزو همکاریو ژمنه وکړه.

د ویلو ده چې د یادو پروژو مالي لګښتونه د پوهنې په برخه کې د یوې مرسته کوونکې ادارې لخوا تمویلېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS