په بامیانو کې دیو ښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۱ - ۱۱:۴۴
په بامیانو کې دیو ښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه

وزارت معارف_بامیان: د بامیان ولایت په یګاولنګ ولسوالۍ کې د کشکک نخشی منځني ښوونځي ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یاد ولایت د والي سید انور رحمتی، د بشري حقونو او نړیوالو اړیکو کې د دولت وزیري سیما سمر، د پوهنې رییس محمد ایوب امیري لخوا په داسي حال کې چې د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو، قومی مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود پرانیستل شوه .

د کشکک نخشی منځني ښوونځي ودانۍ په پاخه او اساسي ډول ۱۳۵ زره امریکایی ډالرو په مجموعي لګښټ د آرغوشه ګمیټي لخوا جوړه شوي، چې ۶ درسي خونې، ۲ ادارې خونې، د فوتبال لوبغاړي، ۱۲۰ پایی میز او چوکۍ، ۵ غرفي تشنابونه او نور اړیني آسانیتاوي لري.

د بشري حقونو او نړیوالو اړیکو کې د دولت وزیرې سیما سمر په خپلو خبرو کې د ښوونځي د نوې ودانۍ د پرانېستو له امله د سیمې اوسېدونکو ته مبارکي وویله او له ولسونو یې وغوښتل، چې د خپلو ماشومانو دښوونې او روزنې په برخه کې جدي هڅې وکړي.

د بامیانو والي سید انور رحمتي هم له خلکو وغوښتل چې د ښوونځي د ودانۍ څخه په سمه توګه ګټه پورته کړي او د تجهیزاتو په ساتلو کې همکاري وکړي.

د پوهنې رییس محمد ایوب امیري د ارګوشي ګمیټي څخه د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو له امله مننه وکړه زیاته یی کړه: کشکک نخشی د یکاولنګ ولسوالۍ یو له لرې ځایونو څخه ده چې ماشومان یې د خیمو یا لمر لاندې زده کړې کوي، مګر دا د خوښۍ ځای دی چې نن ورځ موږ د دې ښوونځي د ودانۍ د پرانستلو شاهدان یو او موږ هیله لرو چې د ښوونځي مسوولین او ځایی خلک به د ښوونځي په ساتنه کې جدې پاملرنه کوي.

د یادونې وړ ده چې کشکک نخشي د یکاولنګ ولسوالۍ یو له نسبتا لرو پرتو سیمو څخه ده چې پدې ښوونځي کې ۲۰۰ نجونې او هلکان په زده کړه بوخت دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۲۵
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین له سید جمال الدین افغان نمونوي لېسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د سید جمال‌الدین افغان نمونوي لېسې ته لاړ او هلته یې د یادې لېسې له مسئولینو، ښوونکو او زده‌کوونکو سره له نږدې وکتل، چې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۲۵
Background image

په کابل ولایت کې د ۷ مېلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت د ۲۴ تعلیمي مرکزونو ترمیم او تجهیز پیل شو

پوهنې وزارت، د کابل ولایت په مختلفو ولسوالیو کې د ۱۲ بابه ښوونځیو او یوې مدرسې د ترمیم او بیارغونې او د ۱۱ بابه ښوونځیو لپاره د برېښنا او اوبو رسولو سیسټمونو غځولو کارونه پیل کړل.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۲۵
Background image

په غزني ولایت کې د یو شمېر ولسوالیو ښوونکو لپاره علمي سیمینار پیل شو

د پوهنې وزارت ساینس مرکز ریاست، د غزني ولایت د زنخان، واغظ، خواجه‌عمري، جغتو او خوږیاڼي ولسوالیو کې د ښوونځیو د ساینسي مضمونونو ښوونکو لپاره په درېیو مرحلو کې شپږ ورځنی سیمینار پیل کړ.
. . .

BACK TO NEWS