د اسلامی امارت د پوهنې وزارت خبرتیا

media-moe
شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۵ - ۱۳:۴۲
د اسلامی امارت د پوهنې وزارت خبرتیا

 د هیواد په مرکز کابل ښار او ولایاتو کې ټولو امارتي او خصوصي ښوونځیو، خصوصي نیمه مسلکي لوړو زده کړو نهادونو او تعلیمي کورسونو ته خبر ورکول کیږي چې د تیرو دوه میاشتو را پدیخوا د پوهنې وزارت د داخلي پلټنې د مسلکي غړو لخوا د بررسۍ او پلټنې بهیر پیل شوی دي نو د خصوصي ښوونځیو، خصوصي نیمه مسلکي لوړو زده کړو او تعلیمي کورسونو مسئولین او د امتیاز خاوندانو ته لارښوونه کیږي چې د داخلي پلټنې له پلاوو سره د کاري بهیر د لا ښه والي په خاطر بشپړه او په وخت همکاري وکړئ.
په دي هکله ټول هغه خصوصي تعلیمي نهادونه مکلف دي چې د دي اعلان له نشریدو وروسته د یوي میاشتي په موده کې خپل قانوني اسناد (مجوزونه) له اړونده مراجعو څخه تر لاسه او مالیات تصفیه کړي د سرغړونې په صورت کې به د متخلفینو سره قانوني چلند و شي.
 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۵:۲۴
Background image

د قرارداد ورکولو پرېکړې په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې د (۲) فقرې سره سم، ټولو کسانو ته خبر ورکول کېږي، د پوهنې وزارت په پلان کې لري، چې د زده‌کوونکو لپاره د مېزونو او څوکیو د تولید لپاره د ۲۴ قلمه خامو موادو د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۵:۱۴
Background image

د پوهنې وزارت مالي او اداري محترم معین غزني ولایت ته لاړ

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل په مشرۍ یو لوړ پوړي پلاوي غزني ولایت ته رسمي سفر وکړ او هلته یې د یاد ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي میر نصیر. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۵:۱۰
Background image

رسنیزبلنلیک

د کابل ښار پوهنې ریاست پلان لري، چې د پوهنې وزارت محترم مشرتابه او مېلمنو په حضور کې د ښار اړوندو ښوونځیو د زده‌کوونکو لپاره د ساینسي پروژو او لاسته راوړنو (المپیاډ) پای‌غونډې په موخه. . .

BACK TO NEWS