په لغمان ولایت کې د يو باب دیني مدرسې جوړولو لپاره ځمکه وقف شوه

د هېواد له پوهنيز نظام څخه د ولسونو د همکارۍ په دوام، دا ځل په لغمان ولایت کې د يوې معارف دوسته کورنۍ غړي حاجي عبدالخليل د ۹۴۵ زره افغانیو په ارزښت خپله ۹ بسوې ځمکه د "تعليم القرآن للبنين والبنات" مدرسې ته وقف کړه.
همدا راز: د خالد بن ولید مدرسې لپاره د ياد ولایت مرکز اړوند اوسېدونکو له لوري د ۳۰۰زره افغانیو په ارزښت شاوخوا ۳ بسوې ځمکه د پوهنې ریاست ته تسليم شوه.
دغه ځمکه د يوې غونډې په ترڅ کې چې د پوهنې مسئولينو، ديني علماوو او قومي مخورو په کې ګډون کړى و، پوهنې رياست ته وسپارل شوه.
د پوهنې وزارت مشرتابه د پوهنې په برخه کې د لغمان ولایت د خلکو له ملاتړ او مرستو مننه کوي.
د لغمان پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد د تعلیمي ځایونو د جوړولو پر دنیوي او اخروي ګټو خبرې وکړې او د دغه ولایت له اوسېدونکو، سرمایه دارانو او ملي سوداګرو یې وغوښتل چې د ښوونيزو بنسټونو په جوړولو او ترمیم کې همکاري وکړي.
د يادونې وړ ده، چې اوسمهال په همدې مدرسه کې شاوخوا ٤٥٠ تنه زده کوونکي په آزاده فضا کې زده کړې کوي.