د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو لپاره مسلکي سیمینار جوړ شو

د ننګرهار ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ پوهنې آمریت د احصائیې برخې مسئولینو لپاره، د احصایوي فورمو اړوند مسلکي سیمینار جوړ شو.
د یاد ولايت پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني، د ښوونيزو او مسلکي سيمينارونو پيلول د ورسپارل شويو دندو د پرمختګ په برخه کې مهم وبلل او له مسئولينو يې وغوښتل، چې له دغو مسلکي سيمينارونو څخه اعظمي ګټه پورته کړي.
د يادونې وړ ده، چې دغه سيمينار به دوه ورځې دوام وکړي او په پای کې به ګډون والو ته تصدیق پاڼې هم ورکړل شي.