د ولایتونو له پوهنې ډګره ځینو خبرونو ته کتنه
![12](/sites/default/files/2025-02/whatsapp_image_2025-02-10_at_3.07.14_pm.jpeg)
- نیمروز:
د نیمروز ولایت مرکز او ولسوالیو د پوهنې شوراګانو ۱۳ تنو علمي غړو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه درې ورځنی روزنیز سیمینار، د یاد ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي ګل احمد «حقاني» په حضور کې پیل شو.
- پکتیکا:
د پکتیکا ولایت ګومل او یوسف خېل ولسوالیو ۱۳۷ تنو ښوونکو لپاره " د اغېزمنې زده کړې او ګټورې روزنې" تر سرلیک لاندې ۵ ورځني روزنیز ورکشاپونه دایر شول.
- لوګر:
د لوګر ولایت چرخ ولسوالۍ یو تن معارف دوست اوسېدونکي حاجي جانبت لخوا، د امام ابو حنیفه «رحمه الله» لومړني ښوونځي د پراختیا لپاره یو جرېب ځمکه وقف شوه.
- کندهار:
د کندهار ولایت د مرکز او ولسوالیو د ښوونیزو مرکزونو شوراګانو علمي غړو لپاره ۲ ورځنی سیمینار پیل شو.
د یاد سیمینار بنسټیزه موخه، د علمي شوراګانو د غړو کاري وړتیاوې لوړول دي.
- تخار:
د پوهنې یو ملاتړ بنسټ له لوري په تخار ولایت کې، د لمریزې برېښنا او څښاک پاکو اوبو سیسټمونه جوړ او په ترڅ کې یې له ۱۵۰۰ تنو څخه زیاتو زده کونکو ته د پاکو اوبو آسانتیاوې برابرې شوې.