په هرات ولایت کې د صنفي اصولو زده کونکو ته د ښوونیزو موادو وېش لړۍ پیل شوه

د هرات ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې د یادو ولایت د صنفي اصولو د ښوونځیو زده کونکو ته، د یوې همکارې ادارې په ملاتړ د ۱۲۱ مېلیونه افغانیو په لګښت د ښوونیزو کڅوړو وېش لړۍ پیل شوه.
پورته ذکر شوي کڅوړې چې پکې قرطاسیه، درسي کتابونه او نور اړین تعلیمي او درسي توکي شامل دي، له پلان سره سم به د لومړي ټولګي څخه تر درېیم ټولګي پورې شاوخوا ۲۷۵ زره زدهکونکو او د همدغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ښوونځیو شاوخوا ۱۰۷۰۰ تنو ښوونکو ته ووېشل شي.
پوهنې وزارت د تعلیمي ادارو له همکاریو مننه کوي او له زده کونکو او ښوونکو څخه غواړي، چې له پورته ذکر شویو تجهیزاتو څخه د ښوونې او روزنې په برخه کې اعظمي ګټه پورته کړئ.