پروان ولایت کې د یوې دیني مدرسې بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۹:۴۲
3

د پروان ولایت مرکز چاریکار ښار په دولانه کلي کې د ۴۰ زره ۲۵۳ امریکایي ډالرو په لګښت د یوې نوې دیني مدرسې بنسټ ډبره، پوهنې رئیس، مسئولینو او د سیمه ییزو ادارو د یو شمېر نورو چارواکو او د خلکو استازو په حضور کې کېښودل شوه.
لومړی د پروان ولایت پوهنې مسئولینو په ټولنه کې د علم او پوهې د اهمیت په اړه خبرې وکړې او د پوهنې وزارت د پراختیایي پروګرامونو په اړه یې معلومات ارایه کړل.
ورپسې د پروان ولایت د اقتصاد رئیس محترم حافظ مجیب الله رحیمي د ځوانانو د تعلیم او روزنې د رول په اړه د خبرو ترڅنګ، د ښوونیزو او روزنیزو ادارو له چارواکو وغوښتل چې زده‌کوونکي په اسلامي او ملي روحیې سره وروزي.
د چارواکو په وینا: دغه مدرسه د پوهنې سره د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ له ټولو اړینو ملحقاتو سره په پاخه او اساسي بڼه جوړېږي؛ چې له یو کال څخه په کم وخت کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۰:۴۷
Background image

د کابل محترم والي د پوهنې وزارت له محترم سرپرست سره وکتل

د کابل والي محترم ملا امین الله «عبید» د پوهنې وزارت له سرپرست محترم الحاج مولوي حبیب الله آغا سره د کتنې پرمهال، ولسوالیو او لیرې پرتو سیمو ته د ښوونیزو چوپړونو لا پراختیا په برخه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۰:۴۶
Background image

د بدخشان ولایت پوهنې رئیس د یو خیریه بنسټ له چارواکو سره وکتل

د بدخشان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد طاهر جواد په ارګو، تاشکان، یفتل پایان، خواهان، شهر بزرګ، کوهستان، کشم، درایم او ارغنجخواه ولسوالیو کې د ۱۰ بابه ښوونځیو د ترمیم او بیارغونې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۰:۴۵
Background image

په لغمان ولایت کې د یوې دیني مدرسې لپاره لمریزې برېښنا سیسټم جوړ شو

د خلکو په مرسته، د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ اړوند میا عمر دیني مدرسې لپاره د ۴۳۰۰ امریکایي ډالرو په لګښت د لمریزې برېښنا شبکه چمتو او پرانیستل شوه.

د ښوونځي د برېښنا دغه سیسټم، چې ۹. . .

BACK TO NEWS