په سرپل ولایت کې د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ ترمیم شوه

د پوهنې وزارت لخوا د ۹۵۲ زره۸۲ افغانیو په لګښت، د سرپل ولایت البدر ولسوالۍ په یوه لېرې پرتې سیمه کې د ښوونځي ودانۍ ترمیم او بیاځلې ورغول شوه.
د ښوونځي دغه ودانۍ چې پخوا د اسانتیاوو کموالي او د مناسب تعلیمي ځای نشتوالي له امله له ډېرو ستونزو سره مخ وه، اوسمهال د یاد ولایت پوهنې چارواکو په هڅو او همکارۍ سره بیا د تعلیمي خدمتونو وړاندې کولو ته چمتو شوه.
د دې ښوونځي د بیا پرانستلو پر مهال، د سرپل ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد رحماني وویل: "د پوهنې وزارت ژمن دی، د هېواد ټولو برخو ته په ځانګړې توګه هغو سیمو ته چې ماشومان یې له کلونو راهیسې له زدهکړې محروم دي، تعلیمي خدمات وړاندې کړي؛ له همدې امله د پورته ذکر شوي ښوونځي بیارغونه د دې ژمنې د پوره کولو لپاره یو کوچنی مګر اغېزمن ګام دی.
سیمهییزو اوسېدونکو هم د پوهنې وزارت له دغه ډول اقدام څخه خوښي څرګنده کړه، د هېواد د تعلیمي سیسټم په ملاتړ کې یې خپله همکاري تازه او د دغه شان تعلیمي ستونزو حل ته یې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.