د لوګر د جهادي مرکزي مدرسې د څلورنیم میاشتنۍ ازموینې نتایج اعلان شول.

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۳ - ۹:۲۶
د لوګر د جهادي مرکزي مدرسې د څلورنیم میاشتنۍ ازموینې نتایج اعلان شول.

په لوګر ولایت کې د جهادي مرکزي  مدرسې د ۵۵۰ طالبانو د روان ۱۴۰۱ ښوونیز کال د څلورنیم میاشتنۍ ازموینې نتایج د یوې لویې غونډې په ترڅ کې اعلان شول.  
په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې، چې پرون د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته په یاده مدرسه کې جوړه شوې وه د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت د استازي مفتي عبدالولي سداد په ګډون، مرستیال والي انعام الله صلاح الدین ، د پوهنې رئیس مولوي جنت ګل عزیز، د اسلامي زده کړو مرستیال مولوي سید ضیاء احمد صارم ، د یادې مدرسې مهتمم مولوي عبدالله حلیم، جیدو دیني عالمانو، طالب العلمانو او د دوی د کورنیو غړو برخه اخېستې وه.
غونډه د قرآن کریم په تلاوت پیل شوه، ورپسې د جهادي مرکزي مدرسې مهتمم مولوي عبدالله حلیم راغلو میلمنو ته ښه راغلاست او هرکلی ووایه او هم یې د اخېستل شوې څلورنیم میاشتني ازموینې د نتایجو په هکله د غونډې برخه والو ته معلومات وړاندې کړل.
وروسته د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت استازي مفتي عبدالولي سداد، مرستیال والي انعام الله صلاح الدین، د پوهنې ریاست مسئولینو او یو شمېر جیدو دیني عالمانو د غونډې برخه والو ته د علم فضیلت په هکله ارزښتناکې او ګټورې ویناوې وکړې.
د غونډې په پای کې د لوړو او ښو نومرو اخیستونکي او ممتاز زده کوونکي په ستاینلیکونو او ډالیو ونازول شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۳۲
Background image

د لوګر ولایت د ۲۸۸ بابه ښوونځیو لپاره د درسي کتابونو وېش لړۍ پیل شوه

د لوګر ولایت پوهنې ریاست پورې اړوندو ۲۸۸ بابه ښوونځیو لپاره د ۳۱ مېلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت، د ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره د کتابونو او درسي موادو وېش پروسه پیل شوه.

یاد کتابونه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۳۰
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو "اوونیز راپور"

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم مولوي جمعه خان "سروري" په لارښوونه، تېره اوونۍ د یاد ریاست یو څارنیز ټیم، د کابل ښار پنځمې تعلیمي ناحيې اړوند ۵بابه رسمي او خصوصي ښوونځیو له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۲۳
Background image

د کابل ښار اړوندو ښوونځيو د بدني زده‌کړې روزونکو لپاره سیمینار پای ته ورسېد

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست، د کابل ښار د بدني روزنې ښوونکو د سپورټي وړتیاوو لوړولو په موخه، د ښوونځیو ۳۰ تنو ښوونکو لپاره د والیبال او فوټسال برخو کې یو روزنیز سیمینار. . .

BACK TO NEWS