د پوهنې وزارت د مقام دفتر لوی رئیس، د سمنګان ولایت دیني مدارسو ازموینې پروسه وڅارله
د پوهنې وزارت د مقام دفتر لوی رئیس محترم شیخ محمد طاووس طارق په رسمي سفر سمنګان ولایت ته لاړ او هلته یې له پوهنې رئیس محترم مولوي محراب الدین اقبال سره د لیدنې پرمهال، د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه ازموینو پروسې څخه څارنه وکړه.
د پوهنې وزارت د مقام دفتر لوی رئیس د ازموینې اخیستلو لړۍ، د پوښتنپاڼو تنظیمولو طریقه، د ګډونوالو شتون او د ازموینې اصولو او روڼتیا په هکله بشپړه کتنه وکړه.
نوموړي د یادې لیدنې په جریان کې، د سمنګان پوهنې رهبرۍ سره د رڼو ازموینو د ترسره کولو اهمیت، د طلابو علمي کچې ښه والي او د پوهنیزنظام په پیاوړتیا کې د معیاري ازموینو رول په اړه مفصلې خبرې وکړې او د ازموینې د اصولو او مقرراتو پر دقیق پلي کولو یې ټینګار وکړ.
