د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین کندهار ولایت ته رسمي سفر وکړ
د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني، چې د ښوونیز او روزنیز وضعیت ارزونې او د ثانويه او مافوق ثانویه ازموینو له پروسې څخه د څارنې په موخه سویلي ولایتونو ته تللی، نن کندهار ولایت ته ورسېد.
په پیل کې نوموړي دیادې ازموینې له ممتحنینو، چارواکو، ښوونکو او څارونکو سره ولیدل او ورسره یې د ښوونیز او روزنیز وضعیت په اړه تفصیلي خبرې وکړې.
ورپسې د پوهنې وزارت محترم معین د پوهنې مسئولینو او ښوونکو په ملتیا، د مدارسو له ثانویه او مافوق ثانویه ازموینو له پروسې څارنه وکړه او په ورته وخت کې یې له جهادي مدرسې څخه د لیدنې سربېره، له خرقه مطهر شریف تعلیمي مرکز، احمد شاه بابا، میرویس نیکه ښوونځيو او څو نورو ښوونیزو مرکزونو پوهنیز وضعیت له نږدې وڅېړه.
دغه راز د پوهنې وزارت محترم معین د خپل رسمي سفر په جریان کې چارواکو ته لارښوونه وکړه، چې په خپلو ورځنیو دندو کې صادق واوسي او زدهکوونکو یې وهڅول ترڅو د علم او پوهې په ترلاسه کولو کې خپلې هڅې لاپسې زیاتې وکړي.
په ورته مهال، د کندهار ولایت پوهنې ریاست مسئولینو یاد ولایت ته د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین له سفر هرکلی وکړ او د تعلیمي وضعیت په پياوړتیا کې یې د وزارت محترم مشرتابه له هڅو ستاینه او هرکلی وکړ.
