د پکتیکا ولایت یو باب ښوونځي لپاره د ۱.۵ مېلیون افغانیو په لګښت سپورټي لوبغالی جوړېږي

د یوتن معارف دوست شخصیت شاهد افغان لخوا، د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ اړوند د بالیشه لېسې لپاره د یو سپورټي لوبغالي جوړولو چارې د ۱.۵ مېلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.
یاد سپورټي لوبغالی چې شاوخوا ۱۲۰ متره اوږدوالی او ۵۰ متره سور لري، د ښوونځیو زده کونکو ته د سالمو سپورټي فعالیتونو او د هغوی تفریح په موخه جوړېږي.
د پوهنې وزارت د هېواد د ملي سوداګرو، په ځانګړې توګه د یاد علم دوست شخصیت له مادي او معنوي ملاتړ څخه د ستاینې ترڅنګ، له زده کونکو غوښتنه کوي، چې د تعلیمي سرچینو او آسانتیاوو څخه په سالمه توګه ګټه واخلي.