د کابل ښار ښوونیزو ناحیو اداري کارکوونکو ته ۴ ورځنی علمي سیمینار پیل شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۶ - ۱۳:۵۱
14

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست لخوا، د کابل ښار ښوونیزو ناحیو اړوندو اداري کارکوونکو ته «د کاري مهارتونو لوړولو» تر عنوان لاندې علمي سیمینار، د یاد وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس مفتي شفیع الله منصور، د کابل ښار پوهنې رئیس قاري عدالباسط حقاني، مسئولینو، کارپوهانو او کارکوونکو په حضور کې پرانیستل شو.

په پيل کې د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس ګډون والو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د اداري کارکوونکو د کاري وړتیاوو لوړولو ارزښت په اړه تفصیلي وینا وکړه او ویې ویل: د پوهنې منسوبینو اداري او تدریسي وړتیاوې لوړول د پوهنې وزارت په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري، چې په پر مټ یې په اداري چارو کې لاپسې چټکتیا او روڼتیا رامنځته کېږي.

ورپسې د کابل ښار پوهنې رئیس د علمي سیمینارونو مثبتې اغېزې تشرېح کړې او له ګډون والو یې وغوښتل چې د سیمینار له موادو او منځپانګې څخه اعظمي ګټه پورته کړي.

د یادونې وړ ده، چې د کارپوهانو له لوري به د همدغه سیمینار پر مهال ګډون والو ته د اداري مهارتونو اړوند پرېزنټېشنونه وړاندې او د هغوی پوښتنو ته به لازم ځوابونه ورکړل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۲۲
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو "اوونیز راپور"

له شنبې ۱۴۴۶/۱۲/۳ تر پنجشنبې ۱۴۴۶/۱۲/۸هـ.ق
(د ۱۴۰۴ لمریز کال، غبرګولي میاشتې له ۱۰ مې تر ۱۵مې نېټې پورې)

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم مولوي جمعه خان "سروري" په لارښوونه،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۲۰
Background image

پکتیکا ولایت کې د ۶۰ زره افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي ودانۍ بیاورغول شوه

د پکتیکا ولایت زرغون ولسوالۍ اړوند د حسني لېسې د ودانۍ بیارغونې او ترمیم چارې، چې څه موده وړاندې د همدې لېسې د فارغانو لخوا د ۶۰ زره افغانیو په مالي مرسته پیل شوې وې، بشپړې او د پوهنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د ولایتونو له پوهنې ځینې لنډ خبرونه

- هرات
د حاجي عبدالظاهر سروري په نوم د یو تن خیرخواه شخصیت له لوري، د هرات ولایت ګذرې ولسوالۍ اړوند د کلاته مزرعه ښوونځي لپاره د ۴۳۰ زره افغانیو په لګښت ۱۶۰ پایې مېزونه او څوکۍ وپېرل. . .

BACK TO NEWS