غزني ولایت کې د ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت د درسي ټولګیو رغنیزې چارې پیل شوې

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۱۲:۵۲
SDFAS

د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند د آزاد لېسې لپاره د ۴ بابه درسي خونو جوړولو چارې، د سیمه ییزو خلکو په مالي مرسته د ۴۰۰ زره افغانیو څخه په زیات لګښت، د یاد ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې پیل شوې.

د یادونې وړ ده، چې د همدغو درسي خونو جوړولو سره به د هغو زده کونکو لپاره مناسب تعلیمي چاپېرریال برابر شي، کوم چې تر دې مهاله په آزاده فضاء او خېمو کې زده‌کړې کوي.

د پوهنې وزارت مشرتابه، د غزني ولایت د علم دوسته خلکو له ملاتړ او مرستې څخه مننه کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۲۲
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو "اوونیز راپور"

له شنبې ۱۴۴۶/۱۲/۳ تر پنجشنبې ۱۴۴۶/۱۲/۸هـ.ق
(د ۱۴۰۴ لمریز کال، غبرګولي میاشتې له ۱۰ مې تر ۱۵مې نېټې پورې)

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم مولوي جمعه خان "سروري" په لارښوونه،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۲۰
Background image

پکتیکا ولایت کې د ۶۰ زره افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي ودانۍ بیاورغول شوه

د پکتیکا ولایت زرغون ولسوالۍ اړوند د حسني لېسې د ودانۍ بیارغونې او ترمیم چارې، چې څه موده وړاندې د همدې لېسې د فارغانو لخوا د ۶۰ زره افغانیو په مالي مرسته پیل شوې وې، بشپړې او د پوهنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د ولایتونو له پوهنې ځینې لنډ خبرونه

- هرات
د حاجي عبدالظاهر سروري په نوم د یو تن خیرخواه شخصیت له لوري، د هرات ولایت ګذرې ولسوالۍ اړوند د کلاته مزرعه ښوونځي لپاره د ۴۳۰ زره افغانیو په لګښت ۱۶۰ پایې مېزونه او څوکۍ وپېرل. . .

BACK TO NEWS