لوګر ولایت کې د کوچي لېسې زده کوونکو ته د پاکو اوبو شبکه برابره شوه

د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار کې د کوچي لېسې زده کوونکو او منسوبینو ته د څښاک پاکو اوبو یو حلقه ژور څاه چمتو شو.
یاد څاه د شاوخوا ۶۱۰۰۰ افغانیو په لګښت د یو علم دوست شخص لخوا کیندل شوی، چې ۹۱ متره ژوروالی لري.
د لوګر ولایت پوهنې رئیس الحاج عبدالرحمن حمیدي په خپله وینا کې د دغه علم پاله شخص ستاینه وکړه او د نوموړي دا کړنه یې صدقه جاریه نېک عمل وباله.