په بامیان ولایت کې د درې بابه ښوونځیو د ودانیو رغنیزې چارې پای ته ورسېدې

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۱۴:۲۰
hgsda

د بامیان ولایت په یکاولنګ او سیغان ولسوالیو کې د درې بابه ښوونځیو د ودانیو رغولو چارې، د شاوخوا ۷۵ مېلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او ډېر ژر به په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

په یادو پروژو کې د داګاه، بیاني او پسرویه غارک ښوونځيو ودانۍ شاملې دي، کوم چې د یو خیریه بنسټ په مالي ملاتړ جوړې شوې دي.

د ښوونځيو دغه ودانۍ، درسي ټولګي، اداري خونې، لمریزې برېښنا سیسټمونه، شنې ساحې او نور اړین لوازم لري، چې په پایله کې به یې زده کونکو لپاره یو مناسب تعلیمي چاپېریال برابر شي.

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وايي، چې د پوهنې وزارت لخوا، د زده کړې د کیفیت او کمیت لاښه والي لپاره هراړخیزې هلې ځلې روانې دي او دوی هڅه کوي چې د هېواد ټول ماشومان له معیاري ښوونیزو او روزنیزو چوپړونو څخه برخمن کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۲۲
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو "اوونیز راپور"

له شنبې ۱۴۴۶/۱۲/۳ تر پنجشنبې ۱۴۴۶/۱۲/۸هـ.ق
(د ۱۴۰۴ لمریز کال، غبرګولي میاشتې له ۱۰ مې تر ۱۵مې نېټې پورې)

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم مولوي جمعه خان "سروري" په لارښوونه،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۲۰
Background image

پکتیکا ولایت کې د ۶۰ زره افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي ودانۍ بیاورغول شوه

د پکتیکا ولایت زرغون ولسوالۍ اړوند د حسني لېسې د ودانۍ بیارغونې او ترمیم چارې، چې څه موده وړاندې د همدې لېسې د فارغانو لخوا د ۶۰ زره افغانیو په مالي مرسته پیل شوې وې، بشپړې او د پوهنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د ولایتونو له پوهنې ځینې لنډ خبرونه

- هرات
د حاجي عبدالظاهر سروري په نوم د یو تن خیرخواه شخصیت له لوري، د هرات ولایت ګذرې ولسوالۍ اړوند د کلاته مزرعه ښوونځي لپاره د ۴۳۰ زره افغانیو په لګښت ۱۶۰ پایې مېزونه او څوکۍ وپېرل. . .

BACK TO NEWS