په هرات ولایت کې د صنفي اصولو ښوونکو لپاره د درسي موادو وېش پیل شو

د هرات ښار او ولسوالیو په ښوونځیو کې د صنفي اصولو ۱۲۶۷ تنو ښوونکو لپاره چې مخکې یې د وړتیا لوړولو ورکشاپونه بشپړ کړي وو، د درسي مواد وېش لړۍ پیل شوه.
د درسي موادو دغه کڅوړې د هرات ولایت پوهنې ریاست ته د ۸ مېلیونه ۳۶۹ زره افغانیو په لګښت د یوې همکارې ادارې لخوا برابرې شوې دي.
د یادونې وړ ده چې د پورته ذکر شویو توکو له وېش سره سم، د ۲۲۴ زره افغانیو په لګښت ۲۱ زره ۴۰۰ مارکر قلمونه هم د همدې ادارې لخوا د صنفي اصولو ښوونکو لپاره چمتو شوي دي.