په کابل ښار کې له راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه
د کابل ښار پوهنې ریاست د روان ښوونیز کال په ۱۶ مه دوره کې، د پوهنې وزارت د کړنلارې پر بنسټ، له ۳۵۰ تنو راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت په موخه ازموینه واخیسته.
د یادونې وړ ده چې د روان کال له پیل راهیسې، د کابل ښار پوهنې ریاست د ۴۸۵۰ کډوالو ماشومانو او ۹۲۰ م.جاهدینو څخه په ۱۶ پړاوونو کې د هغوی د تعلیمي کچې ټاکلو لپاره ازموینې اخیستې او له ګډونوال له خپلو تحصیلي سویو سره سم په اړوندو ټولګیو کې شامل شوي دي.
