پوهنې وزیر د افغانستان د ښوونیز نصاب د دیجیټل کولو په هلکه د York Press بنسټ له استازي سره وکتل

پوهنې وزارت- لندن: پوهنې وزیر ډاکټر محمدمیرویس بلخي انګلستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د افغانستان د ښوونیز نصاب دیجیتل کولو په هلکه د York Press بنسټ له استازي کارول سالوم سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.
دا لیدنه په لندن کې د 2020 The Education World Forum نړیوال کنفرانس په څنډه کې تر سره شوه.
ډاکټر بلخي په افغانستان کې، په نوي ښوونیز نصاب د کار له پیل او د ښوونیز سیسټم د دیجیټل کولو په موخه له هڅو څخه خبر ورکړ او د هیواد معیاري او سټندرد ښوونیز نصاب رامینځ ته کولو په لاره کې د نړیوالو او کورنیو متخصصانو د ګډون غوښتونکۍ شو.
کارول سالوم د York Press بنسټ استازي په افغانستان کې د ښوونې او روزنې د کیفیت او کمیت ښه والي لپاره د پوهنې وزارت د مشرتابه له پاملرنې څخه خوښي وښوده او د ښوونیز نصاب او د ښوونیز سیسټم دیجیټل کولو په برخو کې د همکاریو له پیل لپاره یې چمتوالۍ وښود.
د یادونې وړ ده چې پوهنې وزیر د 2020 The Education World Forumنړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه چې د ۲۰۲۰ کال د جنوري د میاشتې له ۱۹ څخه تر ۲۲ نیټې (د تلې د ۲۹ مې څخه د سلواغې تر ۲مې ) پورې په لندن کې د تر سره کیدو په حال کې ده، انګلستان هیواد ته سفر کړۍ دۍ.
د ښوونې او روزنې نړیواله غونډه هر کال دا نړیوال کنفرانس د ۱۰۰ څخه د زیاتو هیوادونو د پوهنې وزیرانو او استازو په شتون کې د ښوونې او روزنې خدمتونو پراختیا او ښه والي، په ښوونیزو سیستمونو کې د شته ننګونو ارزونې او همدارنګه په ښوونه او روزنه کې د نړیوالو نویو لارو د کارونې په موخه تر سره کیږي.