پکتیا ولایت کې څه د پاسه ۲ مېلیونه افغانیو په لګښت د یو ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۱:۳۶
123

د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ اړوند کلاګو اتفاق عالي لېسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د عامو خلکو او ملي سوداګرو له خوا د ۲.۳ مېلیونه افغانیو په لګښت د پوهنې مسئولینو په حضور کې کېښودل شوه.

د ښوونځي دغه ودانۍ به له ټولو اړینو ملحقاتو سره ۱۰ درسي خونې او ۲ اداري خونې ولري او له پلان سره سم به په ۲.۵ جرېبه ځمکه کې ورغول شي.

د پوهنې وزارت مشرتابه د پوهنیز نظام سره د هېوادوالو په ځانګړې توګه د پکتیا ولایت علم پروره خلکو او ملي سوداګرو له مادي او معنوي مرستو څخه قدرداني کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۴:۲۰
Background image

په بامیان ولایت کې د سیمه ییزو ټولګیو اړوندو ښوونکو وړتیا لوړولو ورکشاپ جوړ شو

پوهنې وزارت له لوري د یوې ملاتړې ادارې په همکارۍ، د بامیان ولایت د سیمه ییزو ټولګیو ۲۰۴ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړولو ۶ ورځنی ورکشاپ جوړ شو.
په یاد شپږ ورځني ورکشاپ کې به د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۴:۱۶
Background image

پوهنې وزارت د ۷م او ۸م بستونو خدماتي کارکوونکو لپاره د سواد زده‌کړې کورسونه پرانیستل 

د پوهنې وزارت د سواد زد‌ه‌کړې ریاست لخوا، د مرکزي ریاستونو اړوند د ۷م او ۸م بستونو خدماتي کارکوونکو لپاره، د لیک لوست زده‌کړې ښوونیز کورسونه جوړ شول.
په یاده پرانیستغونډه کې د پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۱:۴۲
Background image

په دایکنډي ولایت کې یو باب لومړنی ښوونځی تاسیس شو

د دایکنډي ولایت میرامور ولسوالۍ اړوند په داله سیمه کې د "خورشید" لومړني ښوونځی، د پوهنې رئیس مولوي رحمت الله قندیلي، مسئولینو او د یادې ولسوالۍ د یو شمېر علماءکرامو او عامو خلکو په حضور. . .

BACK TO NEWS