کندهار ولایت کې د یو مېلیون افغانیو په لګښت د یوې دیني مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۱۲:۴۶

د کندهار ولایت دامان ولسوالۍ اړوند په میانجه جکان کلي کې یو باب دیني مدرسه، چې د یو تن علم پرور شخصیت حاجي معراج لخوا د یو مېلیون افغانیو په لګښت جوړه شوې، اوسمهال د پوهنې منسوبینو، امنیتي چارواکو، د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت مسئولینو په حضور کې پرانیستل شوه.
د یادونې وړ ده، چې د پورته ذکر شوې مدرسې ودانۍ یو محراب جومات، ۳ درسي خونې، احاطوي دېوال، د څښاک پاکو اوبو څاه او نور اړین ملحقات لري.
د پوهنې وزارت مشرتابه د پوهنې نظام څخه د خلکو له ملاتړ ستاینه کوي او د تعلیمي مرکزونو له مسئولینو او منسوبینو څخه غواړي چې د ښوونیزو او روزنیزو سرچینو په ساتلو او په سالمه توګه کارولو کې جدي هلې ځلې وکړئ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۲۲
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو "اوونیز راپور"

له شنبې ۱۴۴۶/۱۲/۳ تر پنجشنبې ۱۴۴۶/۱۲/۸هـ.ق
(د ۱۴۰۴ لمریز کال، غبرګولي میاشتې له ۱۰ مې تر ۱۵مې نېټې پورې)

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم مولوي جمعه خان "سروري" په لارښوونه،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۲۰
Background image

پکتیکا ولایت کې د ۶۰ زره افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي ودانۍ بیاورغول شوه

د پکتیکا ولایت زرغون ولسوالۍ اړوند د حسني لېسې د ودانۍ بیارغونې او ترمیم چارې، چې څه موده وړاندې د همدې لېسې د فارغانو لخوا د ۶۰ زره افغانیو په مالي مرسته پیل شوې وې، بشپړې او د پوهنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د ولایتونو له پوهنې ځینې لنډ خبرونه

- هرات
د حاجي عبدالظاهر سروري په نوم د یو تن خیرخواه شخصیت له لوري، د هرات ولایت ګذرې ولسوالۍ اړوند د کلاته مزرعه ښوونځي لپاره د ۴۳۰ زره افغانیو په لګښت ۱۶۰ پایې مېزونه او څوکۍ وپېرل. . .

BACK TO NEWS