All News
په کابل ښار پوهنې ریاست کې د ۳،۵ مېلیونه افغانیو په ارزښت د بیارغونې پروژې پیل شوې
د کابل ښار پوهنې رئیس قاري عبدالباسط حقاني له لوري د یو شمېر مسئولینو په حضور کې، د یاد ریاست اړوند د بیارغونې چارې په رسمي ډول پیل شوې.
په یادو پروژو کې د ودانیو ترمیم، رنګول او د. . .
په پکتیکا ولایت کې د ۲۵۲ مېلیونه افغانیو په لګښت د یو شمېر ښوونځیو ودانیزې او بیارغونې چارې دوام لري
د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۵ بابه ښوونځیو د ودانیو چارې ۷۰ سلنه پرمخ تللي او په راتلونکو څو ورځو کې به ګټې اخیستنې ته. . .
پکتیا ولایت کې د ښوونځیو لپاره د ۳۱،۵ مېلیونه افغانیو په لګښت اړین ملحقات او احاطوي دېوالونه ورغول شول
د پکتيا ولايت پوهنې رياست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د "واش" پروګرام په چوکاټ کې، د مرکز اړوند د نورانشاه لومړني ښوونځي په ګډون د ۶ بابه ښوونځيو اړین ملحقات او احاطوي دېوالونه. . .
په فراه ولایت کې د ۱۰۰زره امریکايي ډالرو په لګښت د یو باب مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه
په هغو مراسمو کې چې د فراه ولایت په انار دره ولسوالۍ کې د بي بي عایشه صدیقه «رضی الله عنها» د دارالعلوم د پرانیستې په مناسبت جوړ شوي وو، د یاد ولایت پر والي مولوي غوث الدین "رهبر". . .
په غزني ولایت کې د ۲.۳ مېلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه
د پوهنې وزارت د پلان او پالیسۍ له مخې د هېواد ټولو سیمو ته د ښوونیزو مرکزونو د پراختیا او رغونې په موخه، دا ځل د غزني ولایت جغتو ولسوالۍ اړوند د ترګان په دره کې د یو باب ښوونځي نوې. . .
د پوهنې وزارت اداري لوی رئیس کاپیسا ولایت ته رسمي سفر وکړ
د پوهنې وزارت اداري لوی رئیس مفتي شفیع الله «منصور» د مراجعینو لپاره د لازمو آسانتیاوو برابرولو او د پوهنې په برخه کې د نورو مسایلو په موخه، کاپیسا ولایت ته ولاړ.
نوموړي یاد ولایت ته د. . .
د پوهنې وزارت د ولایتي چارو د سمون او همغږۍ رئیس کندهار ولایت ته کاري سفر وکړ
د پوهنې وزارت د ولایتي چارو د سمون او همغږۍ رئیس الحاج مولوي پاینده محمد تعلیم او ورسره مل پلاوی، د ښوونیزو او اداري چارو کتنې په موخه کندهار ولایت ته ورسېد.
په پیل کې نوموړي د کندهار. . .
د کابل ښار د ښوونځیو د ساینس ستوري او ساینسي پروژو ممتاز زده کوونکي وستایل شول
د ساینس ستوري او ساینسي پروژو هغه علمي سیالۍ چې څه موده مخکې د کابل ښار پوهنې ریاست لخوا، د رسمي او خصوصي ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ په لاره اچول شوې وې، نن یې ممتاز زده کوونکي د پوهنې. . .
د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د ۱۳ مېلیونه افغانیو په ارزښت د یو باب ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه
د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ اړوند په پراچي کلي کې د معاذ بن جبل«رضی الله عنه» منځني ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت د والي مولوي امين الله «عبيد»، پوهنې رئیس مولوي عبدالحق «حقاني»،. . .