پکتیکا ولایت کې د یوې دیني مدرسې لپاره د یو محراب جومات ودانیزې چارې پیل شوې

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۱۰:۲۰
47

د پکتیکا ولایت سر روضې ولسوالۍ د خلکو په مالي مرسته، د ۳مېلیونه ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت د یو محراب جومات جوړولو چارې، د پوهنې چارواکو، علماءکرامو او د خلکو د استازو په ګډون سره، د همدغې ولسوالۍ د دارالعلوم اسلاميه مارزک دیني مدرسې په انګړ کې پیل شوې.

د چارواکو په وینا، یاد جومات به په پاخه او اساسي ډول جوړ شي او د جوړولو کارونه به یې پنځه میاشتې وخت ونیسي.

د پوهنې وزارت مشرتابه د پکتیکا ولایت د متدین او علم پروره ولس له دغه نېک اقدام څخه قدرداني کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۵:۵۲
Background image

د کاپیسا ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست کارکوونکو لپاره د سواد زده‌کړې ټولګی جوړ شو

په ټولنه کې د سواد کچې لوړولو او د بې سوادۍ له منځه وړلو په موخه، د کاپیسا ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست د ۱۲ تنو کارکوونکو لپاره د سواد زده‌کړې ټولګی جوړ کړ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۵:۵۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې له راستنېدونکو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د پوهنې وزارت د پالیسۍ پر بنسټ، د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست له ۳۴۵ تنو راستنېدونکو کډوالو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.

یاده ازموینه چې د ولایتي پوهنې ریاست د ټاکل شوي پلاوي تر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۵:۴۳
Background image

فاریاب ولایت کې د بي بي حفصه «رضی الله عنها» لومړني ښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه

د فاریاب ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي حمیدالله ارشاد او د یاد ولایت د علماوو شورا رئیس په حضور کې، د ګرزیوان ولسوالۍ اړوند بي بي حفصه «رضی الله عنها» لومړني ښوونځي ودانۍ په رسمي. . .

BACK TO NEWS