په کاپیسا ولایت کې د سواد زدهکړې کوروسونه جوړ شول

د کاپیسا ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست ۲۹ تنو خدمتي کارکوونکو لپاره د سواد زدهکړې کورسونه جوړ کړل.
د یاد تعلیمي پروګرام د پرانیستې مراسم د پوهنې ریاست، عامې روغتیا ریاست او د سواد زده کړې کمېټې د غړو په حضور کې ترسره شول.
د مراسمو په جریان کې، د ټولنې د اصلاح او هوساینې په برخه کې د سواد زدهکړې اهمیت په اړه د بحث ترڅنګ ټینګار وشو چې په نورو څانګو کې به هم د سواد زدهکړې ټولګي جوړ شي.