د پوهنې وزارت د سرچینو او اداري معینیت پلاوی کندوز ولایت په رسمي سفر ولاړ
![78](/sites/default/files/2023-11/whatsapp_image_2023-11-27_at_11.22.33_am.jpeg)
د پوهنې وزارت د سرچینو او اداري معینیت پلاوی په یوه رسمي سفر کندوز ولایت ته تللی او هلته یې له پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد اسماعیل ابو احمد سره د لیدنې پر مهال د خپل سفر موخه، د پوهنې ریاست د بودیجې له تطبیق څخه ارزونه، په مرکز او ولسوالیو کې د دغه ریاست د ښوونیزو کړنو څخه څارنه او بیا کتنه و بلله.
د کندوز پوهنې رئیس د دغه پلاوي ورتګ ته ښه راغلاست ووایه او د همکارۍ ژمنه یې وکړه.
یاد پلاوی په پام کې لري، د کندز پوهنې ریاست مالي او اداري چارې وڅېړي او پایلې یې د پوهنې وزارت له مشرتابه سره شریکې کړي.