په لوګر کې د لیک لوست زده کړې ۳ کورسونه فعال شول

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۰ - ۱۵:۵۵
په لوګر کې د لیک لوست زده کړې ۳ کورسونه فعال شول

په لوګر ولایت کې، له زده کړو  بې برخو۱۳۰ ماشومانو ته د لیک لوست زده کړې ۳ کورسونه فعال او پرانیستل شول.  
دا کورسونه د پوهنې ریاست د لیک لوست زده کړې آمریت په هڅو جوړ شوي، چې تر ۹ میاشتو پوری به دوام وکړي.
د یادو جوړ شویو کورسونو څخه یی ۲ د مرکز پل علم د التمور او یو بل د برکي برک ولسوالۍ د پندې په سیمو کې جوړ شوي. 
د نوموړو کورسونو په جوړولو سره،  د ۳ کلیو ۱۳۰ له زده کړو پاتې نجونو او هلکانو ته د زده کړو مناسب خوندي چاپیریال زمینه برابره شوه. 
د یادو کورسونو ښوونکو او زده کوونکو ته، درسي کتابونه او درسي  توکي هم د پوهنې ریاست د لیک لوست زده کړې آمریت له خوا چمتو او وېشل شوي دي.  
دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې په خروار ولسوالۍ کې د لیک لوست زده کړو ورته ۵ کورسونه هم فعال شوي دي.
 

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۷
Background image

ترمیم و ساخت صنوف درسی جدید برای یک مکتب در ولایت غزنی

کار ترمیم ۱۶ صنف درسی، ساخت شش صنف درسی جدید و خریداری چهار جریب زمین برای لیسه رسنی در ولسوالی گیلان ولایت غزنی، به هزینه ۱.۴ میلیون افغانی با همکاری مالی باشندگان محل تکمیل گردیده و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۵۰
Background image

خلاصهٔ چند خبر از ریاست‌های معارف ولایات

- خوست:
لیسه نصرت‌مینه در مرکز ولایت خوست به هزینه ۵۵ هزار افغانی از حمایت مالی مردم محل ترمیم و تجهیز گردید.

- ننگرهار:
کار حفر یک حلقه چاه آب آشامیدنی برای مکتب ابتدائیه شهید نورمحمد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۴۷
Background image

نظارت حمایوی از آزمایشگاه‌های دو باب مکتب در ولایت کابل

 
هیئتی از ریاست مرکز ساینس و فناوری تعلیمی وزارت معارف، به‌منظور ارزیابی وضعیت آزمایشگاه‌ها و استفاده مؤثر از امکانات آزمایشگاهی، از لیسه‌ بگرامی و لیسه عبدالشکور رشاد در ولسوالی. . .

بازگشت به اخبار