د خوست ولایت د مختلفو ښوونځیو سل ممتاز زده کوونکي وستایل شول

media-moe
شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۴ - ۱۷:۳۶
د خوست ولایت د مختلفو ښوونځیو سل ممتاز زده کوونکي وستایل شول

د پوهنې وزارت_خوست: د خوست ولایت د پوهنې ریاست په نوښت د دې ولایت د مرکزي لېسو سل ممتاز زده کوونکي، چې ګڼې نجونې هم په کې وې، په تحفو او ډالیو وستایل شول.
په همدې مناسبت مراسمو کې چې د پوهاند عبدالحی حبیبي لیسې په انګړ کې جوړه شوی وه ، قومي مخورو، مدني فعالانو، روڼ اندو، د رسنیو استازو، د ولسوالیو د پوهنې امرینو، ښوونکو، زده کوونکو او د زده کوونکو والدینو ګډون کړی وو.
د مراسمو په پیل کې د خوست د پوهنې رئیس نصیراحمد روښان په خپلو خبرو دا زده کوونکي چې په کلنیو ازموینو کې یې د نمرو فیصدي يې تر نورو لوړه ده وستایل او په لوستونو کې د دوی هڅې يې د قدر او د هېواد د راتلونکې لپاره د نیمکرغی او پرمختګ سبب وبللې.
ښاغلي روښان ژمنه وکړه چې د ټولو ولسوالیو د ممتازو زده کوونکو لپاره به هم دا ډول تشویقي پروګرامونه جوړ کړي.
پوهنې رئیس د ۱۳۹۸ ښوونیز کال په لړ کې د ځینو پرمختګونو یادونه هم وکړه او ويې ویل، پدې کال کې د ښوونیز بهیر د نظم او د درسي کیفیت د لوړلو لپاره متداومې هڅې وشوې، چې پایله يې ډېره ګټوره وه.
ښاغلي روښان د پوهنې بهیر په ټولو خلکو پورې اړوند وباله او له کورنیو يې وغوښتل، چې د خپلو ماشومانو، تنکیو زلمیانو او ځوانانو د زده کړو بهیر ته پاملرنه لا ډېره کړي.
د دې مراسمو یو ویناوال د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس محمدانور زاهد وو، چې د زده کوونکو د هڅونې لپاره يې دا ډول برنامې اغېزمنې وبللې.
ده وویل، د پوهنې د مشرتابه لخوا د ممتازو زده کوونکو هڅول او تقدیرول نور زده کوونکي هم په لوستونو کې کوښښ کولو ته هڅوي او هغوی په تحرک راولي.
د باک ولسوالۍ د پوهنې امر امیربادشاه هاشمي په خپلو په دې وروستیو کې يې د پوهنې د نظارت، تدریسي بهیر او ښوونیز نظم کې پرمختګونه کم سابقه وبلل.
ده وویل، اوس د پوهنې د امرینو، مدیرانو او ښوونکو په کار او دندو کې هم ښه والۍ راغلی او هر څوک خپلو دندو ته تر پخوا ډېر متوجه شوي او د نظارت دا بهیر په منظم ډول پيګیري کیږي.
د والدینو په استازیتوب وزیربادشاه دریځ خبرې وکړې او د خلکو له ادرسه يې د پوهنې مشرتابه ته ډاډ ورکړ، چې د یو ښه او کیفي معارف د رامنځته کولو لپاره هر ډول مرستو ته تیار دي.
په پای کې د پوهنې رئیس او میلمنو لخوا پر ممتازو زده کوونکو تحایف او ډالۍ وویشل شوې، او ممتازو زده کوونکو پدې مراسمو د خوښیو څرګندونه وکړه.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۵۱
Background image

از پروژه های ساختمانی معارف در ولایت پکتیکا نظارت به عمل آمد

محترم مولوی محمد اسحاق مقدس رئیس حفظ و مراقبت تاسیسات و املاک وزارت معارف در سفر به ولایت پکتیکا با رهبری ریاست معارف آن ولایت در مورد وضعیت کلی پروژه های ترمیماتی وساختمانی صحبت کرده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

توزیع وسایل تخنیکی حرفه برای یک تعداد صنوف سواد آموزی در ولایت بامیان

از طرف یک نهاد همکار با معارف در ولایت بامیان برای شاگردان ۳۰ صنف سوادآموزی وسایل حرفه توزیع شد.
به گفتۀ مسوولان معارف آن ولایت کمک ها برای شاگردان صنوف سواد آموزی ولسوالی ورس صورت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۳۱
Background image

یک باب مکتب در مربوطات ولایت هلمند گشایش یافت

تعمیر جدید یک باب مکتب در روستای کف چینی ولسوالی ناومیش ولایت هلمند، که به مصرف ۵۰۰ هزار افغانی از کمک های مردم محل اعمار شده است ازسوی مسوولان معارف آن ولایت افتتاح و به بهره برداری. . .

بازگشت به اخبار