د خوست د پوهنې رییس د ولسي همکاریو پر دوام ټینګار وکړ

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۵ - ۱۴:۲۱
د خوست د پوهنې رییس د ولسي همکاریو پر دوام ټینګار وکړ

د پوهنې وزارت_خوست: د خوست د پوهنې رییس نصیر احمد روښان د مشعل خصوصي عالي لېسې د زده کوونکو نتایجو د اعلان په غونډه کې د زده کوونکو له والدینو یو ځل بیا وغوښتل چې د پوهنې له ملي بهیر سره همکاري وکړي.
ده وویل، ولسونه تر بل هر وخت د معارف پر ارزښت پوهیدلې دي، سږ کال یې د ۱۳ میلیونو افغانۍ په ارزښت همکاري کړیده خو معارف خورا ستر بهیر دی تر دې څو چنده زیاتې همکارۍ ته اړتیا لري.
پوهنې رئیس وویل، خوست پوهنې ریاست له معارف وزارت سره د ولسي همکاریو له پلوه لومړۍ درجه ولایتونو کې ګڼل شویدی خو دا همکاري باید لا نور هم داوم پیدا کړي.
ښاغلی روښان وویل د نصاب د کتابونو په اړه وویل، پوهنې ریاست ته شاوخوا ۴۰۰ زره جلده د ابتدائیه دورې کتابونه را رسیدلې دي. خو دا کتابونو بسنه نه کوي په متوسطه او لېسه دوره کې لا هم د کتابونو له جدي کمښت سره مخامخ یو ده وویل په دې اړه موږ یو ولسي کمپاین شروع کړیدی چې په کورونو موجود د نصاب اضافي کتابونه را ټولوو، له دوی یې وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري ورسره وکړي او دغه کتابونه خپلو نیږدې ښوونځیو ته وسپاري.
پوهنې رئیس د مشعل لېسې د زده کوونکو نوښتونه وستایل او زیاته یې کړه چې خصوصي او دولتي لېسې دواړه ورته د معارف د دوو سترګو مثال لري او د پرمختګ لپاره برابرې هڅې کوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

آغاز برنامه آموزشی برای شماری از معلمان در ولایت بامیان

برای ۱۴۵ تن از معلمان مکاتب در ولسوالی یکاولنگ ولایت بامیان، برنامه آموزشی  ۱۲ روزهٔ تحت عنوان «ترویج آموزش و یادگیری مؤثر» آغاز گردید.
مسوولان محلی در آغاز این برنامه پیرامون اهمیت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

مروری بر فعالیت‌های مهم ریاست دعوت و ارشاد وزارت معارف در هفته گذشته

گروه‌های نظارتی ریاست دعوت و ارشاد وزارت معارف در جریان هفته گذشته، از هسته مرکزی وزارت معارف، ریاست تألیف و ترجمه، ریاست پلان و پالیسی، حوزه‌های تعلیمی دوم و هفتم و دو لیسه عالی ام. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۹
Background image

کتاب «یتیم‌پروری» معین مالی و اداری وزارت معارف به زبان دری ترجمه شد

کتاب «یتیم‌پروری» نوشته محترم الحاج مولوی صبغت‌الله وصیل، معین مالی و اداری وزارت معارف، که سه سال پیش به چاپ رسیده بود، از سوی فضل‌الله نیازی به زبان دری ترجمه شد. 
این کتاب تحت عنوان. . .

بازگشت به اخبار