د خوست ولایت د ګربزو ولسوالۍ اوسیدونکو ښوونځیو ته د ماشومانو لیږل جبري کړل

media-moe
شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۹ - ۱۳:۵۵
د خوست ولایت د ګربزو ولسوالۍ اوسیدونکو ښوونځیو ته د ماشومانو لیږل جبري کړل

د پوهنې وزارت_خوست: د خوست ولایت د ګربزو ولسوالۍ اوسیدونکو له معارف سره د یوه ولسي تړون پر اساس ښوونځیو ته د ماشومانو لیږل جبري کړل.
په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت د ګربزو ولسوالۍ په نزیخېلو سیمه کې جوړه شوي وه، چې د پوهنې رئیس، د ولسوالۍ مشرانو، دیني عالمانو ځوانانو، د مختلفو خصوصي او دولتي ښوونځیو زده کوونکو برخه اخیستې وه.
د غونډې په پیل کې د ګربزو ولسوالۍ د پوهنې آمر رسول زرګل په دې ولسوالۍ کې د پوهنې د وضعیت په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل ده په خپلو خبرو کې وویل چې، په ګربزو ولسوالۍ کې ۲۱ ښوونځي فعال دي چې ۴ یې د نجونو دي.
همدارنګه د قومي مشرانو په استازیتوب ګل احمدخان په خپلو خبرو کې له خلکو وغوښتل چې د نجونو د زده کړو پر وړاندې ټول محدودیتونه مات کړئ او خپلو لوڼو ته موقع ورکړئ چې ښوونځیو ته لاړې شي
ګل مت خان زیاته کړه، له نن وروسته باید د زده کړو لپاره بهانې ونه لټوو ژمنه کوو چې کور پر کور به ګرځو او د ښوونځي د عمر برابر ماشومان په ښوونځیو کې شاملوو.
مدني فعال خلیل جان ګربزوال د ګربزو قوم هغه پریکړه لیک او لوست چې په کې ښوونځیو ته د ماشومانو لیږل جبري ګڼل شویدي، په تړون کې راغلي چې له نن وروسته به ټول خپل اولادونه لوڼې او زامن چې د ښوونځي برابر عمر ولري په ښوونځیو کې شاملوو.او که چا پکې خپل ماشومان خصوصا نجونې په ښوونځیو کې شاملې نه کړې قوم به ورسره هر ډول اړیکې شلوي او ناغه به پرې کوي.
د بیلابیلو ښوونځیو زده کوونکو او شاعرانو په خپلو شعرونو کې ددغې پریکړې ستاینه وکړه او دا یې روښانه راتلونکي لپاره ستر زیرۍ یاد کړ.
پوهنې رئیس نصیر احمد روښان غونډې ته په خپلو خبرو کې د ګربزو قوم ددغې پریکړې هر کلی وکړ او زیاته یې کړه چې دا به د پوهنې پر بهیر د پام وړ مثبت تاثیر ولري.
ښاغلي روښان د سیمې پر اوسیدونکو غږ وکړ چې له معارف سره ګډ کاروکړي، چي د پوهنې پر وړاندې ټولې شخصي شخړې شاته پریږدي، مکاتبو ته ځمکه ورکړي تر څو موږ پرې مکاتبو ته ودانۍ جوړې کړو، ځکه په دغه ولسوالۍ کې سږ کال د پنځو ښوونځیو بودیجه د ځمکې د نه شتون امله مسترد شوه.
ده وویل اوس مهال په دغه ولسوالۍ کې د ۴ ښوونځیو د ودانیو چارې روانې دي خو که ولس ځمکه ورکړي په پاتې ښوونځیو به هم د ودانیو کارونه شروع کړي.
پوهنې رئیس دغه پرېکړې ته په اشارې وویل دغه تړون د راتلونکي د روښانه کولو لپاره یو ستر ګام دی، او دا ددې زیرۍ ورکوي چې په دې سیمه کې د پوهنې حالت د مثبت بدلون په حال کې دی.
ژمنه یې وکړه، که د سیمې خلک خپلې لوڼې ښوونځیو ته ولیږي معارف ریاست به ورته ټول شرایط اماده کړي او پر وړاندې به یې ټول خنډونه له منځه یوسي.
په پای کې د ګربزو عالي لېسې د سرکس لوبډلې په تمریناتو او ګډونوالو په ملي اتڼونو سره د دغه تړون هرکلی وکړ او رسما یې زده کړې ته د هڅونې کمپاین پیل کړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

اطلاعیه تصمیم اعطای قرارداد (وزارت معارف)

 وزارت معارف در نظر دارد تا قرارداد پروژه تهيه و خريدارى ۵۷ قلم مواد خام جهت توليد ميز و چوکی ضرورت رياست خدمات، بابت سال مالى ۱۴۰۵، به قيمت مجموعى مبلغ ۱۴ ميليون و ۳۳۸ هزار و ۹۲۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

مساعدت مواد کمک درسی با ریاست معارف ولایت پنجشیر

به تعداد ۱۰۰ بسته مواد کمک درسی معلمان به ارزش مجموعی ۶۷۱ هزار و ۲۷۵ افغانی، از سوی یک نهاد همکار با ریاست معارف ولایت پنجشیر مساعدت گردید.
این مساعدت در راستای حمایت از روند آموزش و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

به ۲۰۰ شاگرد یتیم و نیازمند در ولایت لوگر مواد درسی توزیع گردید

 برای ۲۰۰ تن از شاگردان یتیم و نیازمند لیسه حصارک در مرکز ولایت لوگر مواد درسی توزیع شد.
این کمک از سوی یک نهاد خیریه فراهم شده بود که هدف آن حمایت از شاگردان نیازمند و یتیم و تشویق. . .

بازگشت به اخبار