د احصائې او معلوماتو ریاست
د احصائې او معلوماتو رییس لنډ ژوند لیک
د پوهنې وزارت د احصائیې او معلوماتو ریاست رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي صاحب د دوست محمد صاحب زوی، د ۱۳۵۰ هـ ش کال د سنبلې د میاشتې په شپږمه نېټه د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالي د عبدالصمدخان تره کي په کلي کې زېږیدلی دی.
لومړنۍ زده کړې یې د خپل کلي په مسجد کې او منځنۍ زده کړې یې د دارالهجرت په مختلفو دیني مدارسو او ښوونځیو کې ترسره کړیدې، په ۱۳۷۴هـ ش کال یې د اسلامي نړۍ په ستر علمي مرکز (جامعه اسلامیه علامه بنوري رحمه الله تعالی) کې د حدیثو دوره ترسره کړیده او په ۱۳۸۸هـ ش کال په (جامعه دارالعلوم صدیقیه) مدرسه کې له تخصص في الفقه/افتاء څخه فارغ شویدی. له دې سره په څنګ کې یې تر لسم ټولګي پوري عصري زده کړې هم کړېدي.
تر فراغت وروسته یې له تدریس سره په څنګ کې د اسلامي امارت په چوکاټ کې لاندې مسئولیتونه او خدمتونه سرته رسولي دي:
۱-په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د استازي په توګه.
۱- د شمال زون او بلخ ولایت د اطاق تجارت د رئیس په توګه.
۲- د شمال زون د سرحداتو د رئیس په توګه.
۳-د دعوت او ارشاد کمېسیون د اداري مسئول په توګه .
۴- د فقهي مجالسو د اداري مسئول په توګه.
۵-اوس مهال دپوهنې وزارت د احصائیې او معلوماتو ریاست د رئیس په توګه.
محترم مفتي عبدالحلیم صاحب اتلس کاله د لویې دورې(د حدیثو دورې) ځیني کتابونه تدریس کړیدي، له تعلیم، تعلم او اداري خدمتونو سره په څنګ کې یې ځیني رسالې او کتابونه هم تالیف کړیدي، لکه:
۱-کشف العلم: د مسلم شریف د یوې برخې شرح (په اردو ژبه)
۲- فرائد الحلیمي: د شرح عقائد کتاب د یوې برخې شرح(په اردو ژبه )
۳-البشری لاهل الافتاء: (په عربي ژبه)
۴-د طالبانو بریالیتوب او د امریکا ناکامي :(په پښتو ژبه).
مفتي عبدالحلیم صاحب یو جید دیني عالم، مجاهد، مصنف او مدرس شخصیت دی. الله تعالی دې د نوموړي ټول خدمتونه قبول او مقبول وګرځوي.آمین.