پکتیا ولایت کې د یوې دیني مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه
د پکتیا ولایت د پوهنې مسؤلینو په وینا، د یاد ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي د زرمت ولسوالۍ اړوند په "غره دیوان خېل"کلي کې د منبع العلوم مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودله.
د پوهنې رئيس د يادې مدرسې د بنسټ ډبرې اېښودلو مراسمو کې وويل: د دغه مدرسې ودانۍ د۲۰۰ رزه افغانیو لګښت سره په ۳ جرېبه ځمکه د سیمې د خلکو په مرسته جوړېږي.
د پوهنې وزارت رهبري د پوهنې په برخه کې د زرمت ولسوالۍ د علم پروره خلکو له مرستو مننه کوي.
