په فراه ولایت کې د ۱۰۰زره امریکايي ډالرو په لګښت د یو باب مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
Mon, Nov 04 2024 10:32 AM
fnbc

په هغو مراسمو کې چې د فراه ولایت په انار دره ولسوالۍ کې د بي بي عایشه صدیقه «رضی الله عنها» د دارالعلوم د پرانیستې په مناسبت جوړ شوي وو، د یاد ولایت پر والي مولوي غوث الدین "رهبر" سربېره، پوهنې مسئولینو، د سیمه ییزو ادارو استازو، نظامي چارواکو، علماء کرامو او قومي مخورو هم حضور درلود.

د پوهنې مسئولينو د څرګندونو له مخې: دغه مدرسه د يو تن ملي سوداګر حاجي ګل احمد خواجه له خوا د څه د پاسه ۱۰۰ زرو امريکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې ده، چې ۱۰ درسي او اداري خونې، په کمپیوټرونو سمبال د معلوماتي ټکنالوژۍ څانګه، لمریزې برېښنا سیسټم او نورې اړینې آسانتیاوې لري.

د فراه والي او نورو مسئولينو په خپلو خبرو کې وويل، پوهنې وزارت د هېواد ماشومانو لپاره لازمې ښوونيزې او روزنیزې آسانتياوې برابروي او زیاته یې کړه چې، لله الحمد په هېواد کې د ا.ا. د حاکمیت په برکت سره، سرتاسري سوله تامین شوې، زموږ ماشومان او تنکي ځوانان کولای شي چې په سوله او بشپړ امنیت کې خپلې زده کړې ترسره کړي.

يو شمېر ديني علماءکرامو او قومي مخورو هم په هېواد کې د ښوونيزو مرکزونو د پراختيا په برخه کې د پوهنې وزارت د کړنو ستاينه وکړه او له یادو پروګرامونو څخه یې خپل ملاتړ څرګند کړ.

د پوهنې وزارت مشرتابه د پوهنې په برخه کې د خلکو ونډه ستايي او مننه ترې کوي.

Latest news

Wed, Jun 18 2025 2:52 PM
Background image

Meeting of Several Provincial Education Directors with the Acting Minister of Education

On behalf of others, the Education Directors of Kabul, Maidan Wardak, Bamyan, Kapisa, Ghazni, and Logar provinces met with the esteemed Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Acting Minister of. . .

Wed, Jun 11 2025 2:29 PM
Background image

Delegation from the Ministry of Education met with the Deputy Minister of Education of the Russian Federation

This meeting, held in the city of Kazan, included the Deputy Minister of Education of Russia, Andrey Korneev, who expressed his full readiness to cooperate with Afghanistan’s education. . .

BACK TO NEWS