فاریاب ولایت کې د ۱۶ مېلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت، د یو باب ښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
Thu, Jun 19 2025 11:59 AM
سشیب

د فاریاب ولایت دولت آباد ولسوالۍ اړوند د جوق‌ها لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د جوړولو پروژه یې څه موده وړاندې د یوې همکارې ادارې په ملاتړ، د ۱۶.۸ مېلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې وه، اوسمهال بشپړه او د ولایتي پوهنې چارواکو او مسئولینو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.

د فاریاب ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي حمیدالله ارشاد په خپله وینا کې د یاد ښوونځي ودانۍ جوړول د پوهنې د پراختیا او متوازن پرمختګ، د ښوونیز او روزنیز کیفیت لوړولو او د زده‌کوونکو لپاره د خوندي تعلیمي چاپېریال رامنځته کولو کې یو مهم ګام وباله.

نوموړي زیاته کړه: "د دې ودانۍ په جوړولو سره، په سیمه کې د زده‌کوونکو د تعلیمي ستونزو لویه برخه حل او دوی ته د زده کړې لپاره مناسب چاپېریال چمتو شو."

د همدغه ښوونځي چارواکو ټینګار وکړ چې د ښوونځي د نوې ودانۍ ساتنې او پالنې ته به جدي پاملرنه کوي.

د یادولو ده چې پورته ذکر شوې ودانۍ ۸ درسي خونې، یوه اداري څانګه، یوه لابراتوار خونه، یوه محافظتي خونه لري، چې پکې د ښاري برېښنا بشپړونکی سیسټم، احاطوي دېوال، د څښاک باکو اوبو لپاره یو حلقه څاه، د اور وژنې تجهیزات، ۷ غرفې تشنابونه، د زده‌کوونکو لپاره ۱۴۴ پایې مېزونه - څوکۍ او نور اړین تجهیزات شامل دي.

د پوهنې وزارت مشرتابه د ټولو همکارو ادارو له ملاتړ څخه مننه او قدرداني کوي.

Latest news

Wed, Jun 18 2025 2:52 PM
Background image

Meeting of Several Provincial Education Directors with the Acting Minister of Education

On behalf of others, the Education Directors of Kabul, Maidan Wardak, Bamyan, Kapisa, Ghazni, and Logar provinces met with the esteemed Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Acting Minister of. . .

Wed, Jun 11 2025 2:29 PM
Background image

Delegation from the Ministry of Education met with the Deputy Minister of Education of the Russian Federation

This meeting, held in the city of Kazan, included the Deputy Minister of Education of Russia, Andrey Korneev, who expressed his full readiness to cooperate with Afghanistan’s education. . .

BACK TO NEWS