د داوطلبۍ خبرتیا

پوهنې وزارت، پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۴ مالي کال د نتایجو او شهادتنامو ریاست د ښوونیزو پایلو آرشیف کولو لپاره د ۲۰۰ پایو فلزي الماریو تهیه کولو او پېرودلو پروژې لپاره د داوطلبۍ په پروسه کې برخه واخلي او د اړونده داوطلبۍ سند کاپي ترلاسه کړي او خپل وړاندیزونه دې د تدارکاتو د کړنلارې او قانون مطابق، د داوطلبۍ د اعلان خپرېدو نېټې څخه، د ۲۱/چنګاښ/۱۴۰۴، شنبې ورځ، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې، د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست ته چې ده افغانان ته څېرمه، محمد جان خان واټ کې موقعیت لري، په تړلي بڼه وسپاري.
د داوطلبۍ تضمین د بانکي تضمین یا نغدو پیسو په بڼه ( ۴۰،۰۰۰ څلوېښت زره افغانیو په اندازه دی) او د داوطلبۍ پرانیستغونډه به د ۲۱/چنګاښ/۱۴۰۴ کال، شنبې ورځ، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست په تالار کې ترسره شي.